اطلاعاتو ته دلاسرسي د څارنې کمیسیون غړو د غوراوي کمیتې لومړنۍ ناسته

0
115

اطلاعاتو ته دلاسرسي د قانون له تعدیل وروسته، د نوموړي قانون د حکمونو پر بنسټ  اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون د غړو د غوراوي کمیتې خپل لومړنۍ غونډې د وږي په شلمه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزیرې تر ریاست لاندې د شپږ غړو په ګډون دایره DSC_1833کړه.

په دې غونډه کې د حسینه صافۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرې تر څنګ؛ عبدالشکور دادرس، فهیم دشتی، محمد صدیق ژوبل، ناصر تیموری او ضیاء انوري د مدافع وکیلانو انجمن، د خبریالانو فدراسیون، سترې محکمې، مدني ټولنې او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په استازيتوب ګډون درلود.

غونډه کې فیصله وشوه چې د کمیټې د کارونو پرمخ بیولو لپاره یو کاري طرزالعمل، د کمیسیون د غړیتوب غوښتن پاڼه او د متقاضیانو د جذب لپاره د اعلان متن چمتو شي، تر څو په دوهمه ناسته کې د کمیټې DSC_1836لخوا تصویب شي.

د یادولو وړ ده چې نوموړې کمیټه د قانون د حکمونو پر بنسټ مکلفه ده تر څو ۱۵ په شرایطو برابر متقاضیان د آزادې سیالۍ له لارې د جنډر په پام کې نیولو سره، جمهور رئیس ته ور وپیزني چې په پایله کې به جمهور رئیس له دغو پنځلس کسانو څخه، پنځه تنه د کمیسیون د غړو په توګه ټاکي.

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY