اطلاعاتو ته دلاسرسۍ نړیوالې ورځې لمانځنه

0
173

اطلاعاتو ته دلاسرسي څارنې کمیسیون دیوې سترې غونډې په ترڅ کې ۱۳۹۶کال دتلې په ۵مه، د ۲۰۰ تنو دولتي چارواکو، مدنې ټولنې فعالانو، ښځو دحقونو فعالینو، خبریالانو او یو زیات شمیر کورنیو او بهرنیو میلمنو په ګډون اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ولمانځله.

په دې غونډه کې کمیسیون دهغه ترسره شوي سروي ترلاسه شوي پایلې، چې په عامه ادارو کې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ DSC_5586وضعیت ارزونه او د روڼتیا څار سازمان هغه سروي چې په ولایتونو کې دقانون او اطلاعاتو ته دلاسرسي حق څخه خلکو د پوهاوي د کچې د معلومولو په موخه تر سره کړې وه، ګډونوالو ته وړاندې شوه.

د موندل شویو مالوماتو پربنسټ درې غوره ادارې(مالیې وزارت،کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او عامې روغتیا وزارت) وستایل شول او هغه ادارې چې د قانون په پلي کولو او د اطلاعاتو وړاندې کولو په برخه کې یې بې اعتنایي او کم کاري کړې وه، تنبیه شوي.

سید اکرام افضلي اطلاعاتو ته دلاسرسي د څارنې کمیسیون رئیس دخپلو خبرو په ترڅ کې، سره له دې چېDSC_5597 پر دولتي ادارو یې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ څارنې کمیسیون سره د نه همکارۍ له امله نیوکه وکړه، زیاته یې کړه چې: اطلاعاتو ته دلاسرسۍ څارنې کمیسیون لکه چې ثابته کړي یې ده په ډیرو کمو او نشته امکاناتو سره کولای شي اطلاعاتو ته دلاسرسۍ اړوند اغیزمن او ګټور کارونه ترسره او خپلو هڅو او فعالیتونو ته به ادامه ورکړي، کمیسیون هوډمن دی چې اطلاع لاسرسی به په عامه ادارو کې په یوه فرهنګ بدلوي.

وروسته بیا  د دواړو سروي ګانو ترلاسه شويو پایلو جزئیات د غونډې ګډونوالو ته تشریح شول، ور پسې بیا دهیواد د تیاتر ممثلینو له خوا هغه ننداره هم وړاندې شوه چې په عامه ادارو کې د اطلاعاتو له غوښتونکو سره په نه همکارۍ، څرخیده. دغونډې په پای کې هغو اشخاصو او بنسټونو ته چې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ په برخه کې يې اغیزمن فعالیتونه تر سره کړیدي، د کمیسیون او روڼتیا څار سازمان له خوا په پام کې نیول شوي جایزې او ستاینلیکونه، کمیسیون دغړو له خوا ورکړل شول.DSC_5710

د یادونې وړ ده چې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ څارنې کمیسیون د هیواد په تاریخ کې د دوهم ځل لپاره، اطلاعاتو ته دلاسرسۍ نړیواله ورځ لمانځي.

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY