اطلاعاتو ته دلاسرسۍ ټولیز حق په اړه غونډه

0
232

اطلاعات د افغانستان د وکړو مالکیت دی او دولت د دغو اطلاعاتو ساتونکی دی، دغه جمله داکتر عبد الله عبدالله د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس، اطلاعاتو ته د لاسرسي ټولیز حق تر نامه لاندې غونډې ته، چې د لړم په ۳ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، بیان کړه.

یاده غونډه د اطلاعاتو ته دلاسرسي د څارنې کمیسیون او یونسکو لخوا په ګډه دایر شوه، پکې دولتي لوړ پوړو چارDSC_6870واکو، د ملګرو ملتونو د ادارو استازو، د دیپلیماتیکو ادارو استازو، د مدني تولنې استازو، رسنیزو فعالانو، د ښځو د حقوقو فعالانو، خبریالانو او یو زیات شمیر وطنوالو ګډون درلود.

حوا علم نورستانۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون مشرې غونډې ته د ښه راغلاست په وینا کې د کمیسیون د تیرو دوو کلونو پر فعالیتونو د رڼا اچولو تر څنګ، زیاته کړه چې: د دې لپاره چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون خپل دندې او مسئولیتونه به سمه توګه سرته ورسوي، د دولت جدي او هوډمن ملاتړ ته اړتیا، په ځانګړې توګه د مالي امکاناتو د چمتو والي او د کمیسیون د خپلواکۍ په برخه کې.DSC_6946

داکتر عبد الله عبدالله هم پخپل پرانیستونکې وینا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د دولت پر جدي ملاتړ ټینګار وکړ، تر څو خلک او رسنۍ وشي کړای اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړي، نوموړي همدا راز زیاته کړه چې: موږ په ولایتونو کې اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې مرکزونو د رامنځته کیدو او دغو مرکزونو ته داړینې بودجې په برابرولو او همدارنګه کمیسیون سره اطلاعاتو ته دلاسرسۍ قانون تعدیل په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته ژمن یو.

وروسته بیا د یونسکو رئیسې، د یوناما استازي، د هالند سفارت استازې، دولتي چارواکو، د کمیسیون غړو، د رسنیو استازو، مدني فعالانو او نورو میلمنو خپل لیدلوري، وړاندیزونه او نیوکې له ګډونوالو سره شریکې کړي او هر یو پخپل وار له کمیسیون سره د هر اړخیزو مرستو په ځانګړې توګه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د فرهنګ د دودولو په برخه کې، ژمنه وکړه.All speakers

د غونډه په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د کمیسیون د غړو لخوا ځواب ورکړل شو او غونډه د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوت د ارکستر ډلې لخوا د ملي نغمو په غږولو سره پای ته ورسیده.DSC_7052

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY