اطلاعاتو ته د لاسرسي د ملي سټراټيژۍ پرانست غونډه

0
506

اطلاعاتو ته لاسرسی په حقیقت بدلول، د هغې سټراټیژۍ عنوان دی، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کمیسیون لخوا چمتو او د زمري  میاشتې په ۲۲مه نیټه دحکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، رسماْ پرانستل شوه.DSC_5167

په دې غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، نصیر احمد دراني د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، د اطلاعاتو او کلتور سرپرستې وزیرې او ادارې مرستیالې آغلې  مژګان مصطفوی، نوموړي وزارت د نشراتي چارو مرستیال سید آقا فاضل حسین سنچارکي، اطلاعاتو ته دلاسرسي څارنې کمیسیون رئیس او غړو، اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون غړی میوند رهیاب، روبینه همدرد ښځو د شبکې غړې او یو زیات دولتي کارکوونکو، مدني فعالانو او ژورنالستانو ګډون درلود.

په سرکې سید اکرام افضلی اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کمیسیون رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ پخپله لنډه وینا کې؛ تیرو ۱۵ کلونو کې اطلاعاتو ته دلاسرسي وضعیت په څیړلو سره زیاته کړه چې: څو کاله ترمخه په هیوادکې اطلاعاتو ته لاسرسی په حقیقت بدلول ناشونی برېښېده، سره له دې چې افغانستان یو جګړه‌ځپلی هېواد دی او په پراخ فساد او ضعیف مدیریت کې نوم لري، خو بیا هم افغانستان ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا پر لوري بنسټیز ګامونه پورته کړي. اطلاعاتو ته لاسرسی، د ژورنالستانو او نورو فعالانو په شمول د مدني ټولنو یوه عمده غوښتنه وه چې په دولتي ادارو او پرېکړو نیولو کې، د روڼتیا د ډېرښت لپاره نوې هیلې راټوکولي. خو دا اسانه لاره نه ده او په ریښتیني مانا، د روڼتیا او مسؤول هېواد ارمان ته د رسېدو لپاره لا اوږد مزل پاتې دی.DSC_5207

ورپسې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پخپلې وینا سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي سټراټیژي رسماْ پرانسته او زیاته یې کړه چې: ټولې ادارې باید هیوادوالو ته د اطلاعاتو وړاندې کولو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي او کوم کسان چې په ادارو کې د اطلاعاتو وړاندې کولو مسئولیت لري باید وړتیا یې لوړه شي او له دوي څخه ملاتړ وشي تر څو پر وخت او مناسب اطلاعات غوښتونکو ته وړاندې کړي.

وروسته په پرله پسې توګه نصیراحمد درانی کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون غړي میوند رهیاب ، اطلاعاتو او کلتور وزارت ادارې مرستیالې سیده مژګان مصطفوی ، جیمز واسسرستون د ډیموکراسي انټرنشنل مؤسسې مشر، دانش کړوخیل د رسنیو استازی او روبینه همدرد د مدني ټولنې په استازیتوب، د موضوع په اړه خبرې وکړي.all

وینا والو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه که تر سره شوو فعالیتونو، په دې برخه کې شته ستونزو، په راتلونکو پروګرامونو خبرې وکړې او ژمنې یې وکړي چې د سټراټیژۍ په پلي کولو کې به له کمیسیون سره دخپل وس او توان په اندازه هر اړخیزې مرستې او همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې د غونډې په پای کې د ګډونوالو نظرونه هم واوریدل شول او د دوی پوښتنو ته هم د مسؤلینو لخوا ځوابونه وړاندې شول.

 

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY