اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس، مرستیال او منشي ټاکنه

0
22

اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون پخپل لومړنۍ غونډه کې د مرغومي په ۱۰ مه ڼیته، عین الدین بهادری د رئیس په توګه د دوو کالو او شپږ میاشتو لپاره وټاکه.DSC_3403

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۲۲ مې مادې پر بنسټ، چې کمیسیون یې ملزموي تر څو پخپل لومړنۍ غونډه کې رئیس، مرستیال او منشي وټاکه، یادې مادې ته په پام سره د یو ټولیز تفاهم پر اساس عین الدین بهادري د رئیس په ټوګه، نجیبه مرام د مرستیالې او حمد الله ارباب د منشي په توګه و ټاکل شول.

د دې تر څنګ د کمیسیون غړو له نورو کارکوونکو سره کتنې تر سره کړي او یو بل سره معرفي شول، همدا راز یې د لومړیتوبونه پر بنسټ خپل اوونیز کاري پلان هم طرح کړ او رسماً یې خپل کارونه پیل کړل.

د یادولو وړ ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي د یو رسمي غونډې په ترڅ کې د جمهور رئیس د دوهم معاون سرور دانش لخوا رسماً معرفي شول.

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY