اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د فرهنګ دودول او پیاوړتیا

0
527

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون “اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د فرهنګ د دودولو او پیاوړتیا” ترنامه لاندی د هغو ادارو د اطلاع رسونی د مراجعو (۲۸) تنو مسوولینوته، چی پخوا دغه کمیسیون ته په رسمی توګه ورپیژندل شوی وو، دری ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر کړ.
دغه ورکشاپ چې د اسد له ۹ مې تر ۱۱ مې پورې د دولتی او نادولتي ادارو د اطلاع رسونې د مراجعومسؤلینو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه په لاره اچول شوی وو، د کمیسیون غړو او د نوموړو ادارو مسؤلینو پکې ګډون کړی وو.
د کمیسیون غړو د اطلاعاتو د غوښتونکي په وړاندی د اطلاع رسونې د مراجعو د مسؤلیت، اطلاعاتو ته دلاسرسۍ د حق د اهمیت، تعریف او تضمین په برخه کی د حقوقی چوکات، په افغانستان کی اطلاعاتوته لاسرسۍ د حالت، په سیمه او نړی کی د اطلاعاتو وړاندی کولو او نورو نافذو قوانینو په رڼا کې توضیحات ورکړل.2
همدا راز د غوښتونکو د شکایتونو د څیړلو، مؤیداتو او سرغړونو په هکله هم ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل شول او په عملی او ژوندیو بیلګو سره، ورباندې خبرې اترې وشوې.
ګډونوالو هم د ورکشاپ د لا ښه والي لپاره خپل لیدلوري، غوښتنې او نیوکې په لاندې ډول له کمیسیون سره شریکې کړې:4
• د اطلاع رسولو او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د فرهنګ د پیاوړتیا او دودولو لپاره اړینه ده چې دا راز زیاتې ښوونیزې خپرونې دایر شي ترڅو تجربې یو تر بله شریکې او نیمګړتیاوې له منځه لاړې شي.
• د ادارو د اطلاع رسونې د مراجعو د مسؤلینو د ملاتړ حقوقی ځای په هغه مقرره کی شامل شي، چه تر کار لاندی ده، ترڅو په قانونی زړه ورتیا سره وکولای شي، د اطلاع رسولو بهیر په چټکه او کارنده توګه پرمخ یوسي.
• اطلاع رسوونکی دې د څارنې کمیسیون د غړو د ټاکنی په څیر د یو تاکلې اوږدې مودې لپاره د تجربو په ترلاسه کولو سره پخپله څانګه کی پاتی شی، ترڅو د ادارې لخوا د هغه د ګوښه کیدو امکان کم او دی بهیر ته زیان و نه رسیږي.
• د دې موضوع اهمیت دې د ادارو له مشرتابه سره شریک ګرای شي.
• اطلاعاتو ته دلاسرسۍ د څارنې کمیسیون په مقرره کی باید د اطلاع رسونې د مرجع د مسوول ملاتړ او د دندې خوندیتوب په پام کې ونیول شي.
• د امکان په صورت کې باید د اطلاعاتو غوښتنې فورم، په سافت ډول په انترنټ کې د عامو خلکو په اختیار کې وي ترڅو په آسانه توګه وشي کړای دغه فورم ته لاسرسی ولري.
• وړاندیز کیږي چې د اطلاع رسونې مرجع د مسوول لپاره، هغه هیوادونو ته د سفر لارې چارې برابرې شي چه اطلاعاتو د لاسرسۍ په برخه کې مخکښ دي، ترڅو یې له تجربو څخه ګته واخیستل شی.
• د پوهاوي ورکولو پروګرامونه باید پراختیا پیدا کړی.
• اطلاع رسوونکو ته باید مکافات او هغه کسانو ته چی له اطلاعاتو ته څخه ناوړه ګته اخلی، مجازات په پام کی ونیول شي.
• د پتو او یا څرګندو (محرم او نامحرمو) اطلاعاتو طبقه بندی باید په کاري لمړیتوب کې ونیول شي.
• په قانون کې خصوصي حریم باید تعریف شي او په لفاله کې د واژو د ساتلو له اغفال څخه ډډه وشي.
• وزارتونو ته وویل شي چه هغه څوک ورپیژني چه په پخوانیو ورکشاپونو کې ګډون کړی وي او اطلاع رسوونکی شخص ژر بدل نکړي.
کمیسیون باید د عامه ‌اذهانو د روښانولو او ټولیزو افکارو د پوهاوي په خاطره د هیواد په کچه په جماتونو، ډله ییزو رسنیو، انځوریزی

  • کمیسیون باید د عامه ‌اذهانو د روښانولو او ټولیزو افکارو د پوهاوي په خاطره د هیواد په کچه په جماتونو، ډله ییزو رسنیو، انځوریزی کلپونو، غونډو او له مرکو له لاری په پراخو تبلیغاتو لاس پوری کړی، ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د هیواد د  ټولو خلکو غوږونو ته ورسول شي
  • په راتلونکو پروګرامونو کې باید د پوهنتون استادانو ته هم بلنه ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ د تصدیق لیکونو په ویش سره پای ته ورسید.3

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY