اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د نړیوالې ورځ پرتمینه غونډه

0
565

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ سره د تلې (میزان) اوومه نیټه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځله.dsc_8757

دغه غونډه چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، پکښې داکتر عبدالله عبدالله د حکومت اجرائیه رئیس، سیده مژګان مصطفوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیالې، فرانز مایکل ملبن په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر، تادمیچي یماموتو د يوناما د عمومي منشي ځانګړي استازي، میرمن پتریشه مګ فیلپس د افغانستان لپاره د يونسکو استازې، په کابل د یو شمیر سفارتونو استازو، لوړ رتبه دولتي چارواکو، د مدني ټولنې یو شمیر استازو، د ښځو د حقوقو فعالینو، د رسنیو مسئولینو، ژورنالستانو او ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو میلمنو ګډون کړی وو.

داکتر عبد الله عبدالله د حکومت اجرائیه رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې د اطلاعاتو د انحصار موضوع ته په اشارې سره زیاته کړه چې: ادارې باید اطلاعات انحصار نه کړي، بلکې ټولې ادارې مکلفې دي چې د اړتیا وړ اطلاعات د غوښتنې په صورت کې په ښه توګه د خلکو به واک کې ورکړي، نن هر څوک په هر مقام کې چې وي هره خبره یې کیدای شي و ارزول شي، همدا راز نوموړي د کمیسیون د ستونزو د حل په باب د همکارۍ ژمنه وکړه او مالیې وزارت ته يې سپارښتنه وکړه چې د کمیسیون سره بشپړه همکاري وکړي.1

سید اکرام افضلي اطلاعاتو د لاسرسي د څارنې کمیسیون مشر د اجرائیه ریاست د همکاریو څخه د مننې په څرګندولو سره زیاته کړه چې: اطلاعات د خلکو په استازیتوب له دولت سره وي، په حقیقت کې د اطلاعاتو اصلي خاوندان عام خلک دي او دولتونه د اطلاعاتو امانت داران دي، په دې اساس خلک ټولو هغو اطلاعاتو ته چې په قانون کې یې وړاند وینه شوي ده د لاسرسي حق لري.3

تادمیچي یماموتو د يوناما د عمومي منشي ځانګړی استازی د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: ملګري ملتونه باوري دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ آزادي د بشر یو بنسټیز حق دی، لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي مجمعې د ۱۹۴۴ کال په لومړنۍ غونډه کې د اطلاعاتو آزادي د بشر د بنسټیز حق په توګه په رسمیت وپیژندله. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په څه د پاڅه سلو هیوادونو کې تصویب شوی دی او دغه قانون له حکومتونو سره د روڼتیا د رامنڅ ته کول او حساب ورکولو په چارو کې مرسته کوي او مدنې ټولنې او رسنیو ته لار هواره وي تر څو په ټولو پروسو کې کارنده ونډه ولري.dsc_8726

ورپسې په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر مایکل ملبن د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې: اطلاعاتو ته لاسرسی د ډموکراسۍ بنسټ دی او دا کار ټولو هغو هیوادونه ته چې غواړي پرمختګ وکړي ډیر اړین دی، ځکه اطلاعاتو ته لاسرسی د ډموکراسۍ کلتور پیاوړی کوي او د فساد سره د مبارزې او د روڼتیا د رامنځ کولو لپاره رغنده بنسټ دي.dsc_8754

د غونډې د لومړۍ برخې وروستۍ ویناواله میرمن پتریشه وه چې د دغې ورځې د مخینۍ په باب یې خبرې وکړي او زیاته کړه چې: یونسکو د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۱۷مه نیټه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې یې د سپټمبر ۲۸ مه نیټه  اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځ په نامه ونوموله، او دا دی نن موږ وینو چې دغه ورځ د لومړي ځل لپاره په نړۍ او د کابل په ګډون د افغانستان په نهو ولایتونو کې لمانځل کیږي. افغانستان هم په هغو سلو هیوادونو کې شامل دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون لري او دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۱۹ کال کې یواځې د نړۍ په ۱۳ هیوادونو کې دغه قانون شتون درلود. د اطلاعاتو آزادي د بیان د آزادۍ د اساسي حقوقو یوه نه بیلیدونکې برخه ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي مجمعې په ۵۹ ګڼه پریکړه لیک او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په نولسمه ماده کې په رسمیت پیژندل شوې ده.dsc_8781

د دغې غونډې په دویمه برخه کې د یو ډله ییز بحث په لړ کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون د رول، اړتیاوو او ستونزو، د ملکي خدمتونو د وړاندې کوونکو کارمندانو په منځ کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د دود پیاوړي کول، د رسنیو رول او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې شته ستونزې،  اطلاعاتو د لاسرسۍ په برخه کې نړیوالې تجربې، اطلاعاتو ته لاسرسی او تلپاتې پراختیایي موخې تر عنوانو لاندې موضوعګانو باندې د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو لخوا هر اړخیزې خبرې وشوې.dsc_8686

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم د کمیسیون د رئیس، غړو او په بحث کې د ښکیلو کورنیو او بهرنیو کارپوهانو لخوا ځوابونه ورکړل شول او له رسنیو سره مرکې تر سره شوې.dsc_8795

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیواله ورځ د لومړي ځل لپاره په کابل او اتو نورو ولایتونو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون لخوا لمانځل کیږي.

5

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY