اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د کلتور دودولو د کمپاین پیل،اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د نړیوالې ورځ په درشل کې

0
565

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ دڅارنې کمیسیون د مدني بنسټونو او رسنیو په ملاتړ، د یو مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د کلتور دودولو یو میاشتیني کمپاین رسماً پیل کړ، دغه کنفرانس چې د وږي (سنبلې) په اتمه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کمیسیون د غړو، د مدني ټولنو د استازو، د رسنیو د چلوونکو او ژورنالستان په ګډون دایر شو، په لړ کې یې د کمیسیون د فعالیتونو په اړه چې د رسنیو په ملاتړ یې د نوموړي کمپاین لپاره تر لاس لاندې نیولي دی معلومات ورکړل شول.2

سید اکرام افضلي اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون مشر دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیواله ورځ چې د سپتمبر له ۲۸ مې سره برابره ده، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې نمانځل کیږي او کمیسیون هوډ لري د دغه ورځې څخه د ښې نمانځنې په موخه یو میاشتینی تبلیغاتي کمپاین  په لاره واچوي، په دغه کمپاین کې د رسنیو د چلوونکو او خبریالانو لپاره سیمینار، د اداراتو د اطلاع رسوونکو روزنه، په وزارت خانو کې د عامه پوهاوي خپرونې، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق په اړه تبلیغاتي بلبورډونه، غږیز، انځوریز او چاپی پیامونو  شامل دي.3

نوموړي همدا راز زیاته کړه: په حقیقت اطلاعاتو ته لاسرسی د هر وګړي حق دی او حکومت مکلف تر څو په دې برخه کې ځانکړې خپرونې او کړنې تر سره کړي او د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو سره سم لازم اطلاعات خلکو ته وروسوي، البته محرم اطلاعات مستثنا دي او کمیسیون په دې برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون د تطبیق د څارنې حق لري.

ورسته بیا ریکاردو، د یونسکو رسمی استازي، کمیسیون سره په دې برخه که دمرستې او همکارۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: یونسکو یو بین الحکومتی سازمان دی چې په بیلابیلو برخه کې له دولت، رسنیو او او نورو بنسټونو سره همکاری لري.4

نوموړي زیاته کړه: زما په آند دا لومړی ځل دی چې یو زیات شمیر رسنۍ سره یو ځای راټولیږی او د یوې مهمې موضوع په اړه چې اطلاعاتو ته لاسرسی دی، خبرې اترې کوي او خپلې ژمنې څرګندوي، دا یو اړین او مثبت قدم دی چې رسنیو او نورو بنسټونو پورته کړی، تر څو له کمیسیون سره، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ دکلتور په دودولو او پیاوړتیا کې مرسته کوي، قانون د نظام سیاسی تعهد دی خو په اصل کې دغه رسنۍ او مدني بنسټونه دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق د تامین زمینه برابروي.

د یونسکو د تجربو له مخې درې اصله دي چې کولای شي اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق د تامین په برخه کې مرسته وکړي:۱- اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون جوړول ۲- د مدني ټولنو همکاری ۳- د رسنیو همکاری، خوښ یم چې نن ستاسو په څنګ کې د یوې مهمې موضوع په اړه  چې اطلاعاتو ته لاسرسی دی تصمیم نیسم تر څو دا حق په یو کلتور بدل کړو.

ورپسې دانش کړوخیل د پژواک خبري آژانس مشر په کنفرانس کې د رسنیو د پراخ ګډون او همکارۍ د څرګندولو څخه په مننې سره زیاته کړه: له ټولو رسنیو څخه هیله کوم چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د کلتور په پیاوړتیا کې چې د دوی حق هم دی، له کمسیون سره همکاري وکړي او په دې برخه کې فعاله ونډه ولري، په ځانګړې توګه د کمیسیون د غږیزو، انځوریزو او چاپي پیامونو په نشرولو کې مرسته او همکاري وکړي تر څو ملت د خپل دغه اساسي حق څخه باخبره شي، موږ او تاسې چې سره یو ځای په دې برخه کې قدم وانخلو او دولت خپل دغه ستر مسؤولیت ته متوجه نکړو اغیزمنې پایلې به لاسته را نه وړو، نو له ستاسو ټولو رسنیو څخه هیله کوم چې د کمیسیون د پیام په نشرولو کې د زړه له کومې همکاري وکړئ.5

نجیبه مرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیسې هم د نوموړي وزرات په استازيتوب له رسنیو د همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو دغه کمپاین په بریالۍ توګه تطبیق شي.

په آخر کې سید اکرام افضلی د کمیسیون رئیس او فهیم دشتی د ژورنالستانو د ملي اتحادیې مشر د ژورنالستانو پوښتنې، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون په رڼا کې، ځواب کړې.7

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY