د اوبو او برښنا وزارت چارواکو او کارکوونکو ته د پوهاوۍ د ورکشا‌پ دایرول

0
500

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د فرهنګ د دودولو او پیاوړتیا د خپرونو په لړ کې، د اوبو او برښنا وزارت کارکوونکو ته د پوهاوۍ خپرونه د دغه وزارت په کنفرانس خونه کې د تلې په ۱۹ مه دایر شوه.

په دغه خپرونه کې چې د اطلاعاتو د لاسرسۍ د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق په هکله د اوبو او برښنا وزارت د کارکوونکو د پوهاوۍ د کچې د لوړولو په موخه دایر شوی وه، په کې د دې وزارت د اداری مرستیال او رئیسانو په ګډون ۱۱۰ تنو کارکوونکو ګډون درلود.f4e2093b120102659eadf52068851020edfbabcddbb3d908cepimgpsh_fullsize_distr

د اوبو او برښنا وزارت اداری مرستیال عبدالبصیر عظیمی، د دې خپرونې د جوړولو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې له کمیسیون څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ په خپل وینا کې یادونه وکړه چې: هغو اطلاعاتو ته لاسرسی چې د ادارو او دولتي ارګانونو په واک کې دي په واقعیت کې د روڼتیا او حساب ورکولو په لور یو ګټور ګام دی، ځکه اطلاعاتو ته د نه لاسرسۍ په پایله کې به د دولت کاري بهیر تر پوښتنې لاندې راشي، خوشحاله یو چې د ملي یووالي حکومت د دغه قانون په تصویب سره اطلاعاتو ته د لاسرسۍ له کلتور څخه ملاتړ اعلام کړ او اطلاعاتو ته لاسرسی کولای شي ټول بهیرونه که هغه تدارکاتی او یا کوم بل بهیر، په دې سره راڼه کړي او د فساد مخه ونیسی.e4deaa11c7ec4203b991860b0d6e7e98f317a801f8f8453359pimgpsh_fullsize_distr

ورپسې عین الدین بهادری اطلاعاتوته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون مرستیال اطلاعاتو ده د لاسرسۍ د قانون تر بشپړې معرفي وروسته زیاته کړه چې: اوسمهال د غه قانون د نړۍ تر سلو زیات هیوادونه عملاً تطبیقوي او له نیکه مرغه افغانستان هم اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د کلتور د بنسټیزه کولو په حال کې دی.46185cbcabd68d3080007594e65c5bb521760f7bd972bd35f7pimgpsh_fullsize_distr

وروسته د کمیسیون د ظرفیت لوړولو  د څانکې مسئول صفی الله ځیر د یو پرزنتټشن له لارې د قانون ټول مواد به مفصله توګه ګډون کوونکو ته تشریح کړل.

په پای کې د برخه والو پوښتنو ته د کمیسیون د مرستیال او کارکوونکو لخوا قانع کوونکي ځوابونه وړاندې شول او ددغه راز خپرونو د لا بډاینې لپاره د برخه والو نظرونه هم واخیستل شول.1cfaf3669100cebd33ce7698e39d421156d51922952884fe90pimgpsh_fullsize_distr

د یادونې وړ ده چې د پوهاوۍ دغه راز خپرونې په ګڼ شمیر وزارتونو کې تر سره شوي او ټاکل شوې ده چې په ټولو وزارتونو، خپلواکو کمیسیونونو او هغو ادارو کې چې ټولنیز خدمات وړاندې کوي تر سره شي.

69a39eed7e635ca9d0eabef7571825c131185c3437b10a36c1pimgpsh_fullsize_distr

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY