د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې د عامه پوهاوي پروګرام

0
346

اطلاعاتو ته دلاسرسي څارنې کمیسیون؛اطلاعاتو دلاسرسي کلتور د ودې او دودولو پخاطر د۱۳۹۶لمریز کال دلړم میاشتې په ۲۱مه دسوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو او کارکوونکو ته دعامه پوهاوي پروګرام دایر کړ.DSC_7242

دغه پروګرام چې دسوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو او کارکوونکو، پوهاوي دکچې لوړاوي له پاره دایر شوی آغلې حوا علم نورستانۍ اطلاعاتوته دلاسرسي څارنې کمیسیون رئیسې، دسوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال شفیق الله عطائي، دسوداګریزو شخړو دحل کمیسیون رئیس او اطلاعاتو ته دلاسرسي څارنې کمیسیون غړي ښاغلي عزیز آقا فیضي او یو زیات شمیر مسؤلینو او کارکوونکو پکې ګډون درلود.

د پروګرام په پیل کې شفیق الله عطائي دخپلو خبرو په ترڅ کې دبیان آزادۍ حق ته په اشارې سره څرګنده کړه: اطلاعاتو ته دلاسرسۍ ارزښت ته په پام سره دسوداګرۍ او صنایعو خونه هیوادوالو ته اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې ژمنه ده.DSC_7225

ورپسې آغلې حوا علم نورستانۍ  خبرې وکړي او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه چې: اطلاعاتو ته لاسرسی په مختلفو بهیرونو کې د روڼتیا او ښې حکومتولۍ لامل او د بشري حقونو په جمله کې یو ارزښتمن حق دی.

دپروګرام په دوام کې اطلاعاتو ته دلاسرسي څارنې کمیسیون دعامه پوهاوي چارو کارپوه ولي الله مصباح د یوه پشپړ پریزینټیشن په وړاندې کولو سره اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون ټول موارد، د عملي بیلګو په وړاندې کولو او اطلاعاتو ته دلاسرسي په برخه کې د مخکښو هیوادونو د تجربو په شریکولو سره، ګډونوالو ته اړین معلومات ورکړل.

د پروګرام په پای کې آغلې حوا علم نورستانۍ اطلاعاتو ته دلاسرسي څارنې کمیسیون رئیسې د ګډونوالو نظرونو،وړاندیزونو او پوښتنو ته دقانون په رڼا کې دقناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل.

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY