د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز چارواکو او غړو ته د عامه پوهاوي ورکشاپ

0
795

اطلاعاتو د لاسرسۍ د کلتور د دودولو د خپرونو په لړ کې، د لړم په ۱۳ مه نیټه د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز چارواکو او غړو لپاره، اطلاعاتو د لاسرسۍ د قانون په هکله د پوهاوي ورکشاپ دایر شو.
په دغه یو ورځني ورکشاپ کې چې اطلاعاتو د لاسرسۍ د قانون او اطلاعاتو د لاسرسۍ د حق او د نوموړي حق د ارزښت په هکله جوړ شوې وو، پکې د بیلابیلو مدني ټولنو کابو ۵۰ غړو ګډون درلود.
د کمیسیون غړي ښاغلي دانش کړوخیل د یو پرزنتیشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون ټول مواد په هر اړخیز ډول ګډونوالو ته تشریح او د دې قانون له لارې یې د فساد سره د مبارزې، د روڼتیا د رامنځ ته کولو، د حساب ورکولو او اطلاعاتو د لاسرسۍ د کلتور د دودولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.dsc_9579
نوموړي زیاته کړه چې اطلاعاتو د لاسرسۍ قانون اوسمهال د نړۍ تر ۱۰۰ زیاتو هیوادونو کې عملاً‌ د پلي کیدو په حال کې دی او موږ باید هڅه وکړو تر څو افغانستان د قانون د تطبیق له پلوه د دغو هیوادونو په نوم لړ کې یو ښه ځای لاسته راوړي.
په پاي کې ګډونوالو خپل پوښتنې مطرح کړي چې ټولو پوښتنو ته د ښاغلي کړوخیل لخوا، د قانون د حکمونو په رڼا کې د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.
د يادولو وړ ده چې ګډونوالو له دې ورکشاپ څخه رضایت ښکاره کړ او له کمیسیون څخه یې وغوښتل تر څو د دې قانون د تطبیق په برخه کې لا ډیرې هلې ځلې وکړي.dsc_9560

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY