د ولایتي خبریالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په اړه د پوهاوي پروګرام

0
613

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون د عامه پوهاوي څانګې د سبا تلویزیون سره په همغږۍ کې، د هیواد د اوو ولایایتونو د خبریالانو لپاره د قانون په اړه د پوهاوي پروګرام دایر کړ.

دغه پروګرام چې د مرغومي په ۲۷مه په سبا تلویزیون دایر شو، پکې د کندهار، هلمند، غزني، پکتیکا، زابل، ارزګان او لوګر ولایت خبریالانو، چې عملاْ د تحقیقي راپورونو د برابرولو په برخه کې کار کوي، ګډون درلود.

1ولی الله مصباح د کمیسیون د عامه پوهاوي کارپوه د قانون ټولې مادې او د قانون د پلي کولو عملي میکانیزمونه، د ژوندیو بیلګو په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته په مفصله توګه توضیح او تشریح کړل.

ګډونوالو د هغو اسانتیاوو په هکله چې قانون یې د اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې، وړاند وینه کړی، خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده تر څو دولتي ادارې د اطلاعاتو د وړانډې کولو په برخه کې د قانون احکام په پام کې ونیسي او له خلکو او رسنیو سره په دې برخه کې همکاري وکړي، دوی ژمنه وکړي چې نه یوازي به پخپل ورځنیو کارونو کې د دې قانون احکام په پام کې نیسي بلکه د دې قانون په هکله به د عامه پوهاوي د کچه د لوړولو لپاره ځانګړې خپرونې د هغو رسنیو له لارې چې دوی ورسره کار کوي، طرحه او پلې کړي.

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY