د ښار او کور جوړونې وزارت له وزیر سره کتنه او په نوموړي وزارت کې د پوهاوي پروګرام

0
249

DSC_4619

د کتنو او د پوهاوۍ پروګرامونو په لړ کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون مشر او کارکوونکو د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي په ۳۰مه نیټه له سید سعادت منصوری د ښار او کور جوړونې له DSC_4553وزیر سره وکتل.

په دې کتنې کې دواړو لورو اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون اړوند موضوعاتو باندې خبرې وکړې او پریکړه وشوه تر څو ژر تر ژره په نوموړي وزارت کې د اطلاع رسونې مسئوله مرجع جوړه او ټول هغه موارد چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې تسجیل شوي په دې وزارت کې په ښه توګه پلي شي.

له کتنې وروسته د پوهاوي پروګرام د کمسیون د مشر سید اکرام افضلي او حامد جلیلی د ښار او کور جوړونې وزارت د اداري مرستیال له لوري DSC_4585پرانستل شو.

حامد جلیل اطلاعاتو ته لاسرسي د هیواد د وګړو اساسي حق وباله او زیاته کړه چې: اطلاعاتو ته لاسرسي د حکومت او خلکو تر منځ واټن له منځه وړي او د یو ډموکراټیک حکومت د رامنځته کولو متضمن دی، په دې اساس د ښار او کور جوړونې وزارت د اطلاعاتو وړاندې کولو ته ځان ملزم بولي.

سید اکرام افضلي هم د موضوع اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته کړه چې: ولسواکه نظام هغه وخت رامنځته کیږي چې روڼتیا شتون ولري او روڼتیا اطلاعاتو ته د لاسرسي پرته نا شونې ده، په دې اساس اطلاعاتوDSC_4594 ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون هوډمن دی، چې د پوهاوي د پروګرامونو د دایرولو له لارې د خلکو او اداراتو د پوهاوي کچه د قانون په اړه لوړه کړي، تر څو د اطلاعاتو غوښتنې او وړاندې کولو بهیر ګړندی شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون د ۱۳۹۵ کال په لړ کې کابو ۲۵۰۰ کسان د خپلو مستقیمو ښوونیزو او پوهاوۍ پروګرام تر چتر لاندې راوستي دي.

ورپسې ولي الله مصباح د کمیسیون دعامه پوهاوي څانګې کارپوه د یو پریزینټیشن له لارې د قانون ټولې مادې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عملي میکانیزمونو د څرنګوالی په هکله د ژوندیو بیلګو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د مخکښو هیوادونو د تجربو په شریکولو سره، ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.DSC_4621

د پروګرام په پای کې سید اکرام افضلي د ګډونوالو د وړاندیزونو او لیدلورو له اوریدو وروسته د دوی پوښتنو ته د قانون د احکامو مطابق ځوابونه وړاندې کړل.

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY