د کلیو د پراختیا په انسټیټوټ کې د عامه پوهاوي پروګرام

0
550

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د فرهنګ د دودولو او پیاوړتیا په موخه دا ځل اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون د عامه پوهاوي پروګرام د کلیو د پراختیا په انسټیټیوټ کې د لړم په ۱۹ مه دایر کړ.

دغه پروګرام چې اطلاعاتو د لاسرسۍ د قانون، اطلاعاتو د لاسرسۍ حق، د اطلاعاتو د غوښتنې او وړاندې کولو څرنګوالي او له دې لارې د فساد سره د مبارزې او د روڼتیا د را منځ ته کولو په موخه په نوموړي انیسټیټیوټ کې دایره شوې وه، له ۱۰۰ تنو زیاتو کسانو د مشاورینو، رئیسانو، کارکوونکو او د انیسټیټیوټ د مشر تابه پلاوي او زده کوونکو پکې ګډون درلود.dsc_9842

ښاغلي دانش کړوخیل، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څارنې کمیسیون غړي د یو پرزنټیشن په لړ کې لاندیني موارد په مفصله توګه ګډون والو ته تشریح او توضیح کړل:

اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق تعریف او ارزښت، اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون پیژندنه، دندې او صلاحیتونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون پیژندنه او موخې، په قانون کې کارول شوي اصطلاحات، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د تضمین په برخه کې حقوقی چوکاټ، د راتلونکي یو کال لپاره د کمیسیون خپرونې، د اطلاع ورکولو د مسؤولې څانګې پیژندنه او دندې، د اطلاعاتو غوښتنې (غوښتن پانه او د رسید کتاب)، مصارف او د اطلاعاتو د وړاندې کولو قانوني نیټه، د اطلاع رسولو ډولونه/ د اطلاعاتو د متقاضی د شکایت څیړل، د کمیسیون لخوا د متقاضی د شکایت څیړل/ تخلفات، مؤیدات او ممنوعیتونه.

په پای کې هم د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د فرهنګ د دودولو او لا پیاوړتیا په موخه د ګډونوالو غوښتنې او لیدلوري هم واخیستل شول.dsc_9880

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY