د کمېسیون غړي

Sayed Ikram Afzali

ښاغلی سید اکرام افضلی د اطلاعاتو ته د لاسرسی د کمیسیون مشر:

ښاغلی سید اکرام افضلی د اطلاعاتو ته د لاسرسی د کمیسیون مشر او د افغانستان د ړونتیا څار اداري چي یو داخلي او د اداري فساد پر وړاندي د عدالت غوښتنه، پلټنه او څار په ذریعه مبارزه کوي، د اجرایی رییس په توګه دنده تر سره کوي. ښاغلی افضلی په ډیموکراتیک حکومت داری بخش کي د مدني ټولني او د فساد د مخنیوی لپاره یوه لسیزه کار کړی ده. ښاغلی افضلی د ۲۰۰۵م کال را په دي خوا په افغانستان کي موجود مدنی ټولني او رسني سره کار کوي.

ښاغلی افضلی اطلاعاتو ته د لاسترسی قانون د تقنین په اړه یوه قوي عدالت غوښتنه وو، چي خپل مهم نقش يي سره د نورو همکارانو د څار په اداره کي، ولوبولو. ښاغلی افضلی په مختلفو پروژو کي د ملی او بین المللی ادارو سره چي د پالیسی تحقیق، ښه حکومت داري، اداري فساد پر وړاندي مبارزه کي ښکیل وو، نظارت او مدیریت کولو. ښاغلی افضلی په مختلفو دندو کي لکه همغږي کونکی په پالیسی او بشري انکشاف مرکزُ کي، کارپوه د نړیوال سازمان پرختیایی پروګرام پروژه کي، او د سازمان ملل د پرختیایی پروګرام  د عامي اداري مدنی ټولني مشر په توګه پاتي شوي دي. ښاغلی افضلی اوس خپل ماستري پروګرام په عامه مدیریت کي د لندن د سیاسي علومو او اقتصاد پوهنتون کي سر ته رسوي او خپل لیسانس دوره يي په عامه مدیریت او سیاسي علومو پوهنځي کي د افغانستان امریکایی پوهنتون کي سر ته رسولي دي.


بهادری

ښاغلی عین الدین بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار د کمیسیون مرستیال، د افغان خبریالانو دکمیټې حقوقي سلاکار او د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیې د دار الانشا د مشر په توګه دنده پرمخ وړي. یاده اتحادیه د ژورنالستانو د حقونو دملاتړ، دقوانینواصلاح، د قانون پلي کول او دبشري حقونو په برخه کې فعالیت لري.
ښاغلی بهادري له ۲۰۰۸ را په دې خوا په بیلابیلو ملي او بین اللملي بنسټونو کې د مدافع وکیل او حقوقي سلاکار په توګه دنده تر سره کړي، چې دقانونو د پلي کولو، عدالت ته دلاسرسي او د قوانیونو اصلاح لپاره یې منډي ترړي کړي. ښاغلی بهادري په عدلیه وزارت کې د حقوقي مرسته کونکې په حیث، په عدلیه وزارت کې د پوهاوي د پروژې مدیر او په همدې وزارت کې د نړیوال بانګ دحقوقي برخي همکار، حقوقي سلاکار په ای ان ایل  کې، په ګلوبل رایتس دفتر کې د افغانستان د ځوانو حقوق پوهانو دشبکې مسوول او د افغان خبریالانو د کمیټه د حقوقي سلاکار په صفت دندي تر سره کړي دي.
نوموړی د حقوقو په برخه کې لسانس له البیروني پوهنتون څخه ، د تخصص دوره (حقوقي پرنسپونه) تر نامه لاندي د ایټالیا تورویرګاته پوهنتون څخه او خپله ماستري په پالیسي او عامه اداره کې د ماساچوست پوهنتون څخه چې د کابل په پوهنتون کې دا پروګرام پلي شوو، پای ته ورسوله.


Noor Wali Khan NOOR

ښاغلی نورولی خان نور په ۱۳۵۶ل کال کې زیږیدلی دی. په ۱۳۸۱ل کال کې یې د پیښور پوهنتون څخه د ټولنیزو علومو او سیاسي مطالعاتو په څانګه کې د لیسانس سند تر لاسه کړ. نوموړي د ایټالیا په هیواد کې د اروپایي هیوادونو پالیسۍ او د کړکیچونو مدیریت په برخه کې د ماسټرې په کچه لوړې زده کړې بشپړې کړي دي. ښاغلی نور په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ادارو IRC, UNHCR, WHO سره پنځه کال کار کړی او درې کاله د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کارمند و. له ۱۳۸۷ل کال څخه تر دم ګړۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټ په توګه دنده تر سره کوي. نوموړي درې کاله د ستورې مجلې (د بهرنیو چارو وزارت خپرندویه سیاسي ارګان) د مسوول مدیر په توګه دنده تر سره کړې، وروسته له ۱۳۸۹ل کال څخه تر ۱۳۹۲ل کال پورې په ایټالیې کې د افغانستان په سفارت کې د سیاسي او اقتصادي چارو د مسوول او همدارنګه په روم کې د ملګرو ملتونو د سازمان په نړیوالو ادارو IFAD, FAO, WFP کې د افغانستان د استازي په توګه دنده سر ته رسولې ده. د تیرو پنځلسو کالونو په ترڅ کې، هغه د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو، نړیوالو اړیکو او ادارې او مدیریت په برخو کې د لنډه مهاله او اوږدمهاله مسلکي کورسونو د زده کړې او همدارنګه په نړیوالو سیمینارونو او کنفرانسونو کې د ګډون په موخه اروپایي هیوادونو، فډراټیفې روسیې، چین، ترکیې، مصر، هند، ایران او د منځنۍ آسیا مملکتونو ته رسمي سفرونه تر سره کړي دي. نوموړي په تیرو شلو کالونو کې، د هیواد چاپي مطبوعاتو ته په لسګونو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګې لیکنې او مقالې لیکلي او د سیاست، ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې یې څو بیلابیل کتابونه لیکلي او چاپ کړي دي. ښاغلی نور د ۱۳۹۴ل کال د چنګاښ/سرطان په میاشت کې، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د څار کمیسیون د داخلي ټاکنو په ترڅ کې د یاد کمیسیون د منشي په توګه وټاکل شو.


Danish KAROKHEL

دانش کړوخيل د ارواښاد عبدالمنان ځوی ،  په ۱۳۵۵ لمريز کال د ثور د مياشتې  په ۲۶ مه چې د  ١٩٧٦ ميلادي کال د می د مياشتې له ۱۵ مې سره سمون خوري  د کابل ولايت د خاک جبار ولسوالی د چنار په کلي  کې زيږيدلې دی.   په ٢٠٠٤ زيږديزکال کې د پژواک خبري اژانس رييس شو.  د پژواک د رياست له دندې وړاندې، دانش  د جګړې او سولې د رپوټ  ورکولو انسټېټيوټ  سره د کارکوونکي په توګه د ٢٠٠٢کال د ډسمبر له مياشتې د ٢٠٠۴ کال د جنورۍ تر مياشتې دنده تر سره کړې ده او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، په کابل کې د ان بي سي ټلويزيون ،ډان، جنګ، هېرالډ او وحدت په ګډون  بهرنيو ورځپاڼواو جرايدوته يې راپور ورکاوه.

نوموړي په افغانستان کې د ژورنالېزم د وضعيت په باب  (مسلکي خبريالي) کتاب  تاليف  کړی او په دري ژبه يې د ( رهنماى ژورناليستان) کتاب له دوه نورو ليکوالانوسره ليکلي دى.

دانش کړوخيل د ٢٠٠٨ زيږديز کال د رسنيو د ازادۍ نړيواله جايزه  د  ژورنالستانو د دفاع د کميټې ( CPJ )  لخوا  تر لاسه کړه، په  ٢٠۱۲ زيږديز کال کې د کاناډا سفارت او د سوېلي اسيا د رسنيو د ټولنې (سفما)  لخوا د ( لسيزې تکړه خبريال) اوارډ ورکړی شو  او د بې پولې ژورنالېستانو نړيواله ټولنه (RSF ) له خوا د ٢٠۱۴ زيږديز کال د می په دريمه دانش کړوخېل د معلومات رسولو د نړۍ په سلو اتلانو کې راغی اود نوموړی ژوند ليک ددغې اداري لخوا خپور شو.


Abdul Shokor DADRAS

ښاغلی عبدلشکور دادرس د محمد الف خان زوی په ‍۱۳۳۱ هجري شمسی کال د هرات په شنډنډ کې یې دې نړۍ ته سترګې غړولي، په ۱۳۵۲ کال کې د کابل له ابن سینا عالي لیسې څخه فارغ شو او په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون دحقوقو له پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. ښاغلی دادرس له ۱۳۵۸ کال  څخه تر ۱۳۸۴ کال  پوري د افغانستان په لویه څارنوالي کې د څارنوال په صفت دنده تر سره کړه  چې له ۱۳۸۴ تر اوسه پوري د مدافع وکیل په توګه دنده ترسره کوي او په څنګ ورسره د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولني مرستیال هم ده.

نوموړي په خپلو مسلکې زده کړو سربیره له ۱۳۶۱ تر ۱۳۶۲ ازبکستان هیواد ته د لا زیاتو زدکړو لپاره سفر کړی، او په همدي توګه یې هندوستان، پاکستان او ارجنتاین ته هم علمي سفرونه کړي.


Fahim DASHTI

محمد فهیم دشتی/پنجشیر ولایت ۱۹۷۲: ښاغلی د استقلال عالی لیسي (چی د ملګري هیواد فرانسي په مرسته جوړه ده) څخه په ۱۹۹۰م کال کي فارغ شوي، او خپل عالی تحصیلات يي د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسی علوم په پوهنځي کي د ۱۹۹۱م کال کي ترسره کړي دي. ښاغلی دشتی کابل اونیزه کي د خبریال په صفت موظف شو چي البته دغه اونیزه د شهید احمد شاه مسعود په مشری جوړه شوي وو. کابل اونیزه چي څو انتقادي مقالي چي د ښاغلی دشتي لیکني وي، خپور کړ او بیا د مجاهدین حکومت لخوا د ۱۹۹۶ کال په جنوری میاشت کي وتړل شو. ښاغلی دشتی د ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ د مقاومت مطبوعات چي د مرحوم احمد شاه مسعود تر مشری لاندی او د طالبانو پر ضد، خپروني لرلي، د مسوول په توګه دنده يي تر سره کړه. نوموړي یو د دوه عینی شاهدانو څخه دي چي د ملی اتل شهید احمد شاه مسعود وژنه يي لیدلي دي. ښاغلی دشتی د کابل اونیزه خپور يي دوباره در  ۲۰۰۲ کال د جنوري په میاشت کي پیل کړ چي د طللبانو د سقوط څخه وروسته، د لومړی مستقل خپرندویه لقب يي ونیول. کابل اونیزه د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشتي کي د سوداګریز شرکتونو د مالي او سیاسي پریکړي په بنسټ بیا وتړل شو. ښاغلی دشتی اوس محال د آیني انځورونو آژانس او د افغانستان د خبریالانو ملي ټولني مشر دي.


Ahmad Farid SULTANI

احمد فرید سلطاني د خیر محمد زوي په ۲۷ غبرګولي ۱۳۵۲ لمریز کال د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ، په باغ والا کلی کي زیږیدلی، چي خپل لیسانس دوره يې په ۱۳۷۷ د کابل پوهنتون، شرعیات پوهنځي کې ترسره کړي او خپله ماسټري يې په ۱۳۹۲ کال کې د آزاد اسلامي پوهنتون د عمومي حقوقو په رشته کې تر سره کړي.

ښاغلي سلطاني د ۲۰۰۲ کال له شروع څخه تر ۲۰۰۵ کال پوري په مختلفو ملي او نړیوالو موسسو کې په اداري، مالي او تعلیمي پوستونو کار کړی او د ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ د افغانستان تر ټولو اوله د قانون پلیکیدو پروژه کې د حقوقي شنونکي په توګه د عدلي او قضایې ارګانونو د ظرفیت لوړولو څانګه کې دنده ترسره کړي.

د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ د ګلوبل رایتس اداره کې د لوړ آمر په توګه د عدلي او قضایي په حقوقي څانګو کې دنده تر سره کړي. د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴ بیا د قانون د پلیکیدلو په پروژه کې د ظرفیت د لوړولو او اداري فساد سره د مبارزي په څآنګه کې د مسوول شخص په توګه دنده ترسره کړي، چې یادو بنسټونو ته یې د پام وړ خدمت کړی.

ښاغلی سلطاني د ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۴ د مدافع وکیلانو د مستقل ټولني غړی وو او د ۲۰۱۴ تر اوسه د مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره (اترا) کې د حقوقي آمر په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلی سلطاني د حقوقي لارښود کتاب په جوړونه کې چې ۱۶ ټوکو ته رسیږي، فعاله برخه اخیستي، چې د هغو له جملي څخه د څو کتابونو نومونه په لاندي ډول دي: د جزا قانون په ځانکړي څانګه توضیحات، کورني حقوق، د مدني موضوع ګانو او بشري حقوقو لارښود او د جزایې اجراآتو پر موقت قانون توضیحات.

ښاغلي سلطاني مراکش، دبی، فرانسه، هند، مالدیف، سریلانکا او نیپال هیوادونو ته د خپل مسلک مربوط سفرونه کړي. ښاغلی سلطاني د کورني او بهرني بنسټونو لکه ستره محکمه له لوري په وارونو ستایل شوي. نوموړی په فارسي، دري، پښتو، انګلیسي ، عربي تسلط لري او له اردو ژبي سره هم اشنايې لري.


faizyښاغلی عزیز فیضی د افغانستان د تجارتی شخړو حل مرکز اجرایه رییس خپلې ابتدایه زده کړي یي د میدان ښار د خالد بن ولید په عالی لیسه، د کابل ولایت نادری عالي لیسه او د میدان ښار د رستم خیلو په عالی لیسه کې پای ته رسولي دي.

لوړې زده کړې یې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې او ماسټري په خصوصی حقوقو کې کړي.

ښاغلی فیضي ۱۴ میاشتي د ودان له موسسي سره د ترینر په حیث دنده سرته رسولي او همدارنګه د ۲۰۱۱ میلادی کال څخه تر۲۰۱۴ کال پوري یې د ټولټاکنواو د ټاکنیزو شکایاتونوله خپلواکو کمیسیونونو سره په بېلابېلو پوستونو باندي دنده سرته رسولي. همدارنګه نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني د قراردادونو او قوانینو د همغږۍ د برخي د مسؤل په توګه دنده ترسره کړي.


Mohammad Naeem NAZARI

محمد نعیم نظري، دسرورخان زوي په ۱۳۴۷ هجري شمسي کال کې په کابل کې زیږیدلی، په ۱۳۷۵ کال کې د بلخ ولایت د ژبو او ادبیاتو له  پوهنځي د ژورنالیزم له څانګې فارغ شوی، ښاغلی نعیم نظري د مهاجرت په دوران کې په ۱۳۷۷ کال د افغانستان تعاون مرکز سره حقوقي مرستیال په صفت همکاري کوله.

نعیم نظري له ۱۳۸۲ هجري شمسي کال را په دې خوا په بیلابیلو برخو کې لکه دیموکراسي، بشري حقونه، اساسي قانون او د ټاکنو په برخه کې ورکشاپونه په مخ وړې او ونډه یې په کې اخیستي. او ۱۳۸۳ کال بیا تر ۱۳۸۷ کال پوري دبشري حقونو او مدني ټولني په شبکه کې د نشراتو او اطلاعاتو د مسول  او د انګار مجله د مسول مدیر په صفت دنده ترسره کړي. ښاغلی محمد نعیم په ۱۳۸۷ کال کې د مدني ټولني او بشري حقونو د شبکې مدیره هیت لخوا د اجراییه رییس په توګه په دنده وګمارل شو.

نظري، له هیواد بهر په مهمو بین المللی کنفرانسونو کې هم ونډه اخیستي لکه فرانسه، هسپانیه او توکیو کې.


Najiba MORAM

اغلې نجیبه مرام اطلاعاتو ته د لاسرسي دڅار کمیسیون  غړي ده. نومه وړي د ښاغلي محمد ګل مرام لورده، او د ۱۹۶۲ کال د اګست په میاشت کې د ننګرهار په ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانستي.  په ۱۹۸۳ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوي، او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې په دنده بوخته ده. په ۱۹۸۷ کال کې یې د ژورنالیزم دیپلوم د هندوستان د جواهرلعل نهرو له پوهنتون څخه ترلاسه کړ. په ۲۰۰۲ کال کې د باختر اژانس د مرستیالې په صفت او ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ میلادي کال پوري د مطبوعاتو د نړیوال مرکز د مشرې په توګه دنده ترسره کړي. په ۲۰۱۰ کال کې یې د باختراژانس د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړه، او په همدې توګه  په ۲۰۱۱ کال کې  د کابل ټایمز د مرستیالې او وروسته بیا د مشرې په توګه دنده ترسره کړې. له ۲۰۱۴ کال را په دې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ارتباطاتو د مشرې  په توګه دنده پرمخ وړي. نومه وړي د ننګرهار په ولایت کې د مرام راډیو بنسټ ایښودونکې او مشره هم ده.


nuristani

حوا علم نورستاني د افغانستان اسلامي جم‍هوریت جمهور رییس لخوا د سولي د عالي شورا د غړي په توګه وټاکله شوه.

اغلي حوا علم نورستاني پخوا د ملي شورا غړي وه، وروسته اغلي نورستاني په ملي شورا کې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون د منشی  په توګه وګمارله شوه.

اغلې حوا علم نورستاني د ننګرهار د الایی عالي لیسې څخه فارغه شوي. اغلي نورستاني اول په ننګرهار کې د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغه شوه او وروسته له هغه څخه  یې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی لوستی او خپله ماستری په نړیوالو اړیکو کې ترلاسه کړی.

مخکې له دي چې اغلي نورستاني د ښځو چارو په وزارت کې د رسنیو د مشرې په توګه دنده تر سره کړي، اغلې د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې د قومونو او قبایل دجرګی مجلی خبریاله وه.

اغلي نورستاني د ښونځي له دوران څخه سیاسي فعاله وه. مخکې له دې چې اغلي نورستاني خپله نادولتي سازمان (NGO) دښځو او ځوانانو د سوکالۍ لپاره  په پښو ودروي، اغلي د طالبانو په رژیم کې د ښخو او ماشومانو لپاره په بیلابیلو نړیوالو موسیسو کې لکه: پاملرنه، اکشن، UNHABITAT, CARE, WFP, WHO  په پټه توګه دنده ترسره کوله.

اغلې نورستاني د باور، نژادي عدالت، بشري حقونو، یوالي، سولې او ټولنیز پیوستون مخکښ غږ ده.

له ۲۰۱۵ کال راپه دې خوا اغلې نورستاني په بیلابیلو ملي او بین المللي کنفرانسونو کې د وزارت په کچه دښځو چارو، بشري حقونو، بهرنیو چارو په اړه  ویناوي کړي، چې د هغو له جملې څخه یو د قزاکستان کنفرانس وه او یو هم د لوې جرکې.

اغلې نورستاني  په خپل ټول ژوند کې په خپله خوښه، خیریه او رزاکارنه  د ټولني لپاره په کار بوخته وه چې د سولې لپاره د جرګې ټولنیزه اجنډا يې پرمخ بولې.

اغلې نورستاني د رسنیو په برخه کې یوه برجسته شخصیت ده، نومه وړی د رادیو افغانستان ویانده وه او د ښونځي له دوران څخه د ملی تلویزیون د خپرونو یوه وړاندي کونکې وه په همدی توګه د میرمن مجله چلونکې هم پاتی شوی.


Hamed Fazliسلطان احمد فضلي د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست استازی!