ولسمشر معلوماتو ته د لاسرسي قانون توشیح کړ

0
574

کابل ( پژواک، ۹ لیندۍ ۹۳ ) : ولسمشر محمد اشرف غني معلوماتو ته دلاسرسي قانون او نفوسو د ثبت احوال قانونونه توشیح کړل.

ولسمشر دغه قوانین د لیندۍ په ۹مه، ماسخوتن مهال په هغه غونډه کې توشیح کړل، چې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ، د ولسمشر دواړه مرستیالان، د اجراییه ریاست  دواړه مرستیال او د حکومت یو شمیر نورو چارواکو شتون درلود.

دغه مراسم د ملي تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه ښودل کیدل.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون چې په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې دی،  د روان لمریز کال د چنګاښ په ۳۱مه،  د ملي شورا لخوا تصویب شوی و.

د ملي شورا لخوا تر تصویب وروسته مدني ټولنو او د  خبریالانو له حقوقو څخه ددفاع  ټولنو له ولسمشر څخه غوښتي وو، چې دا قانون ژر تر ژره توشیح کړي.

ولسمشر دیادو دوو قواننیو تر توشیح وروسته امر وکړ، چې دا باید په رسمي جریده کې خپور شي.

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY