د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په وزارت کې د پوهاوي پروګرام

0
310
د پوهاوۍ پروګرامونو د تدویر په لړ کې د ۱۳۹۶ کال د حمل په اتمه، دمخدره توکو وزارت له وزیرې سره د کتنې تر څنګ، د عامه پوهاوي پروګرام هم په دې وزارت کې دایر شو.
DSC_3173د کمیسیون غړي عطأ محمد یاری د پروګرام له پیل مخکې له سلامت عظیمي د مخدره توکو پر ضد د مبارزې له وزیرې سره د نوموړې په دفتر کې کتنه تر سره کړه او په دې وزارت کې یې د اطلاع رسونې د مسئولې مرجع د جوړولو او هغې ته د امکاناتو د برابرولو په هکله د قانون د حکمونو پر اساس خبرې وکړې ورپسې سلامت عظیمي هم ژمنه وکړه چې نه یوازې د دې مرجع په جوړولو بلکې ټول هغه موارد چې په قانون کې یې وړاند وینه شوې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په وزارت کې تطبیق کړي.
له کتنې وروسته د پوهاوي پروګرام د سلامت عظیمي په وینا پیل شو، نوموړې پخيل وینا کې وویل چې: د خوښۍ ځای دی چې افغانستان د پرمختګ او نړیوالتوب په بهیر کې راغلی او نړیوالو معیارونو ته ځان برابروي، د مخدرو توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له ټولو هغو پروسو څخه چې د فساد د مخنیوي او روڼتیا رامنځته کولو لامل کیږي، په کلکه ملاتړ کوي.
ورپسې عطاءمحمد یاری اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون غړي اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په حقوقي مبناوو رڼا واچوله او زیاته کړه چې: حق د درې عنصرونو پر بنسټ رامنځته کیږي (اغیزمنتیا، اړتیا او قانونیت)، څرنګه چې تاسو خبریاست، اطلاعاتو د لاسرسي قانون له کابو دوو کلونو راهیسې عملاً نافذ دی او په دې کې هیڅ شک نشته چې ټول قوانین د یو لړ حقوقو او مکلفیتونو درلودونکی وي، نو ښایي چې موږ ټول د خپلو حقوقو او مکلفیتونو په هکله کافي معلومات ولرو.DSC_3214
وروسته بیا ولي الله مصباح د کمیسیون دعامه پوهاوي څانګې کارپوه د یو پریزینټیشن له لارې د قانون ټولې مادې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عملي میکانیزمونو د څرنګوالی په هکله د ژوندیو بیلګو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د مخکښو هیوادونو د تجربو په شریکولو سره، ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل.
د پروګرام په پای کې ولی الله مصباح او سید عبدالله افغاني د کمیسیون د ظرفیت لوړولو څانګې کارپوه، په ګډه د ګډونوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدو ورسته، د دوی پوښتنو ته د قانون د لارښوونه سره سم، ځوابونه وړاندې کړل.DSC_3248

NO COMMENTS

LEAVE A REPLY